چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

شي‌جین‌پینګ: چين چمتو دی چې له نورو هېوادونو سره د غوره راتلونکي لپاره کار وکړي

STR NEWS by STR NEWS
مې 7, 2024
10 0
0
شي‌جین‌پینګ: چين چمتو دی چې له نورو هېوادونو سره د غوره راتلونکي لپاره کار وکړي
15
SHARES
58
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8375630.webm

فرانسه-شي/مکرون/دوه اړخیزې اړیکې

ای‌ډي: 8375630

نېټه: د می 6، 2024

ځای: فرانسه

موده: یوه دقیقه او اته ویشت ثانیې

سرچینه:  (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-07 15:51

وروستی سمون: 2024-05-07 17:25

ویډیويي صحنې

پاریس، فرانسه – د مې 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د چين ولسمشر شي‌جین‌پینګ او د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون په مطبوعاتي کنفرانس کې

۲ـ  غږ (چینایي) د چین ولسمشر شي جین پینګ (د اولې صحنې  سره پیل او له درېيمې صحنې سره جزوي تړل شوی او د څلورمې او پنځمې صحنې سره پای ته رسېږي)

سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ٧٥مې کليزې سره برابر دی، له ٧٥ کلونو زحمتونو وروسته په هېواد او د خلکو په ژوند کې ستر بدلونونه رامنځته شوي، خو يوه خبره هېڅکله نه ده بدله شوې، هغه طبيعت دی. د سولې او مهربانۍ، پراخ ذهنیت او ټول شموله اړیکو او د عدل او انصاف تعقیب د چین د خلکو په روح کې وده کوي او له فرانسې سره کار کولو ته چمتو دی د نړۍ نور هېوادونه د متقابل درناوي پر بنسټ دوستانه او همکارې اړیکې جوړې کړي، د باد او باران سره سره لاس په کار شي او په ګډه ښه راتلونکې جوړه کړي.

صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي

۳ـ په مطبوعاتي کنفرانس کې د مکرون بېلا بېلې صحنې ؛ ګډون کوونکي، ګڼ شمېر عکاسان؛ مطبوعاتي کنفرانس روان دی

صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي

۴ـ ګډون کوونکي، عکاسان

۵ـ مطبوعاتي کنفرانس روان دی

۶ـ ګڼ شمېر عکاسان

۷ـ مطبوعاتي کنفرانس روان دی

۸ـ غږ (فرانسوی) د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون، (د شپږمې او اوومې صحنې سره پیلېږي او د نهمې صحنې سره پای ته رسېږي)

د فرانسې او چین اړیکې په تاریخ کې ژورې دي او متقابل درناوی او متقابل باور لري. زه باور لرم چې دا کولی شي د دوه اړخیزو اړیکو څخه بهر ګټور رول ولوبوي او تر ډېره حده د اروپا او چین اړیکې او د نړۍ ثبات ته وده ورکړي. جلالتمآب ولسمشر، زه غواړم یو ځل بیا فرانسې ته ستاسو د درېیم دولتي سفر لپاره مننه وکړم، کوم چې په نړیوال وضعیت کې په داسې حساس وخت کې خورا مهم دی.”

۹ـ په مطبوعاتي کنفرانس کې د شي جي پینګ بېلابېلې صحنې؛ مطبوعاتي کنفرانس روان دی؛ ګډونوال

بشپړ خبر

ولسمشر شي‌جین‌پینګ پرون دوشنبه په پاريس کې وويل، چين چمتو دی چې له ننګونو سره سره له فرانسې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ګډ کار وکړي، څو په ګډه ښه راتلونکې جوړه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې له خپل فرانسوي سيال ايمانويل مکرون سره په ګډه د دواړو مشرانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.

 هغه دغه راز وویل چې سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ٧٥مې کليزې سره برابر دی. شي‌جین‌پینګ پر دې ټينګار وکړ چې له دې مودې راهیسې د پام وړ بدلونونو سره سره په چین کې د سولې، مهربانۍ، ټول شموليت او عدالت اساسي ارزښتونه پر خپل ځای پاتې دي. دغه ارزښتونه د چين په اوږد تاريخ کې ژورې ريښې لري او د چينايانو سره مل دي. هغه وويل چې چين غواړي له فرانسې او نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ همکارۍ وکړي، په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او د روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

بل خوا د فرانسې ولسمشر مکرون د فرانسې او چین د اړیکو تاریخي ژورتیا ته اشاره وکړه او د متقابل احترام او باور بنسټ یې روښانه کړ. هغه نه يوازې د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا، بلکې د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا او په نهایت کې د نړيوال ثبات د پياوړتيا لپاره خپل توان ته اشاره وکړه. مکرون د چين د ولسمشر شي‌جین‌پینګ څخه په ځانګړې توګه د اوسنيو نړيوالو ننګونو په پام کې نيولو سره فرانسې ته د هغه د درېيم دولتي سفر له امله مننه وکړه.

ولسمشر شي‌جین‌پینګ د تېرې  یکشنبې په ورځ د مکرون په بلنه فرانسې ته د دولتي سفر لپاره پاریس ته رسېدلی.

د یادونې وړ ده چې دا په پنځو کلونو کې فرانسې ته د چين د دولت د رئيس دوهم دولتي سفر دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ٦٠مې کليزې سره برابر هم دی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved