چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د غزې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی

STR NEWS by STR NEWS
مې 6, 2024
5 0
0
د غزې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی
8
SHARES
29
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8375453.webm

د غزې تړانګه – شخړه / د سولې خبرې

ای‌ډي : 8375453

نېټه: د مې 1، 2024

ځای: نور

موده: یوه دقیقه او نهه دېرش ثانیې

سرچینه: (CCTV)او (CGTN)

محدودیتونه: ویډیويي صحنې

خپور شوی: 2024-05-06 12:41

وروستی سمون: 2024-05-06 12:45

ویډیويي صحنې

د غزې تړانګه – د می 1، 2024 (د پلور لپاره نه)د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ ګڼ شمیر ویجاړې شوې ودانۍ، فاضله اوبه

۲ـ د ملګرو ملتونو افسران تګ راتګ پر مهال

۳ـ بېلا بېلې خېمې، اوسېدونکي، کثافات

۴ـ د اوبو ترلاسه کولو په انتظار کې ډېری خلک او ماشومان په سطلونو ناست دي

۵ـ د بېلابېلو خېمو، فاضله اوبه او مواد

 خان یونس، د غزې تړانګه – د اپریل 11، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ د ویجاړو ودانیو له شا څخه بېلا بېل ډوله تور لوګی پورته کیږي

د رفح ښار، د غزې تړانګه – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۷ـ بېلابېلې خېمې، بې ځایه شوي فلسطینیان

۸ـ بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، کثافات، مات شوي وسایل، اوسېدونکي

بشپړ خبر

د مصر د رسنيو د راپورونو له مخې، د تېرې شنبې په ورځ د غزې د شخړې په اړه د اوربند په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د حماس یو پلاوی د شنبې په ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد چې د مصر او قطر په منځګړیتوب د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې ټایمز آف اسراییل د یوې سرچینې په حواله د شنبې په ماښام راپور ورکړ چې د حماس یوې سرچینې ویلي چې د خبرو اترو په ترڅ کې هېڅ پرمختګ نه دی لیدلی او خبرې همداسې پای ته رسېدلې دي.

دغه راز اسراییل د یکشنبې په ورځ د مصر د راپور په ځواب کې وویل چې دوی لا تر اوسه د وروستي تړون محتويات نه دي ترلاسه کړي، او پرته له دې چې لنډمهاله اوربند پای ته ورسېږي، اسراییل به په رفح برید وکړي.

د حماس یوه چارواکي ویلي دي چې دا ډله به تر هغه اوربند ته غاړه نه ږدي چې په غزه کې دایمي اوربند نه وي شوی. د فرانسې خبري آژانس د راپورونو له مخې، دوی همداراز پر اسراییلو تور ولګاوه چې پر غزې د خپل «تېري او اشغال» له پای ته رسولو پرته یوې موافقې ته د رسېدو هڅه کوي.

د حماس یوه بل چارواکي ویلي چې حماس اوس مهال له اسراییلو سره د لنډ مهاله اوربند په تړون غور کوي او وايي چې حماس غواړي په لومړي پړاو کې د لنډمهاله اوربند په بدل کې ۳۳ بندیان خوشي کړي. په ورته وخت کې د العربیه تلویزیون په حواله، دا وړاندیز لاهم تر بحث لاندې دی او نهایي شوی نه دی.

بل خوا یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي وویل چې حماس په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنې ته دوام ورکوي، کوم چې د دواړو خواو ترمنځ د موافقې احتمال ځنډوي. سربېره پردې، چارواکي ویلي چې اسراییل به یوازې د خبرو اترو لپاره قاهرې ته یو پلاوی واستوي که چېرې دوی د بندیانو د خوشي کولو په اړه مثبت پرمختګ وګوري.

د یادونې وړ ده چې د تېرې شنبې په ورځ، د اسراییلو یوې رسنۍ د سرچینو په حواله ویلي چې اسراییلي لوري تر اوسه وروستۍ موافقه نه ده ترلاسه کړې. د عربي رسنیو د راپورونو په ځواب کې، رسنۍ ویلي چې اسراییل به په غزه کې د پوځي عملیاتو په پای ته رسولو سره د بندیانو خوشي کولو تړون ته په هېڅ حالت کې د موقت اوربند سره موافقه ونه کړي. دغه راز رسنیو ویلي چې د اسراییلو دفاعي ځواکونه (IDF) به د غزې جنوبي ښار رفح ته ننوځي او هلته به د حماس تاسیسات له منځه یوسي.

په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله په غزه کې د فلسطینیانو د مړینې کچه ۳۴۶۸۳ کسانو ته لوړه شوې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ په غزه کې درې پوځي عملیات کړي چې له امله یې ۲۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved