سه شنبه, مې 5, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

روسیه او اوکراین د یو بل پر پوځي اهدافو د بریدونو ادعا کوي

STR NEWS by STR NEWS
مې 2, 2024
3 0
0
روسیه او اوکراین د یو بل پر پوځي اهدافو د بریدونو ادعا کوي
5
SHARES
20
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8374960.webm

روسیه/اوکراین-کړکېچ/تازه

ای‌ډي: 8374960

نېټه: د مې  02/05/2024   20:20

ځای: روسیه؛ اوکراین

موده: دوه دقیقې او  اته ویشت ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-02 20:20

وروستی سمون: 2024-02-01 20:24

ویډیويي صحنې

ځای نامعلوم – د می په 1، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د مختلفو الوتکو الوتنه، د توغندیو ویشتل، پیلوټان په کاک پیټ کې، په ځمکه کې هدف په نښه کول، د الوتکې ښکته کیدل، الوتکه حرکت کولو پر مهال

۲ـ د ځمکنیو نظامي وسایطو لخوا بېلا بېل توغندي توغول کیږي

۳ـ مختلف توغندي چې له الوتکې څخه توغول کیږي، پیلوټ

۴ـ د ځمکنیو پوځي وسایطو، سرتیرو لخوا د توغندیو بیلابیل ډولونه

۵ـ  له هوا څخه په نښه شوي هدفونو، صحنې

روسیه، مسکو، – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ، د روسیې ملي بیرغ

مسکو، روسیه – مارچ 30، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۷ـ سینټ باسیل

اوکراین لیوای ښار – مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

 ۸ـ د ودانۍ په سر د اوکراین ملي بیرغ

اوکراین کیف، – 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۹ـ د اوکراین د پارلمان بېلابېلې  ودانۍ

بشپړ خبر

دواړو روسیې او اوکراین پرون چهارشنبه ادعا وکړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د یو بل پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د روسیې وسله والو ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې ښه موقعیتونه نیولي، او د اوکراین څو پوځي بریدونه یې په شا تمبولي او د زغره والو موټرو، توپخانې سیسټمونو او برقي جنګي سټیشنونو په ګډون یې د اوکراین اهداف په نښه کړي دي.

په همدې حال کې د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز په همدې ورځ خبر ورکړ چې د اوکراين ځواکونو له روسي ځواکونو سره د اوديويکا ښار  په څېر په شاوخوا سلو جګړو کې د روسي ځواکونو د کومانډو پوستو او د بې پيلوټه الوتکو د ځمکني کنټرول نقطو په شمول د روسيې په هدفونو بريدونه کړي دي.

دغه راز د اوکراین په اودیسا ښار کې چارواکو د چهارشنبې په شپه وویل چې د روسیې وسله والو ځواکونو پر ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي چې په یوه نښه شوي ځای کې د اور لګېدنې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان شوي هم دي. روسیې تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بل خوا د رویټرز خبري اژاس په وینا، روسي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې اوکراین د متحده ایالاتو د پوځ د تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) سره په کریمیه برید کړی و. د کریمیې مشر سرګي اکسینوف تایید کړه چې تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS)  د کریمیې په ټاپو وزمه کې ویشتل شوي. په همدې ورځ، د روسیې خبري اژانس تاسTASS   راپور ورکړ چې په کریمیه کې د توغندیو له ویشتلو وروسته ناچاوده توکي وموندل شول.

په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ، د روسیې خبري اژانس سپوتنیک هم راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا کې د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) د ویشتلو په اړه د روسیې ادعا رد کړه. خو هغه د خپلې وینا د تایید لپاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

د تېرې سې شنبې په ورځ، اوکرایني رسنیو راپور ورکړ چې اوکرایني ځواکونو د تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS)  په مرسته نن سهار په کریمیه کې په پراخه کچه بریدونه وکړل. دغه راز د جرمني رسنیو د یوه راپور له مخې، چې اوکرایني الوتکو په کریمیه کې د روسیې پوځي اډې هم  په نښه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره چهارشنبه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې تایید کړه چې امریکا اوکراین ته د اوږده واټن تاکتیکي توغندي چې په اپرېل کې یې استولي،  ور رسېدلي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

اتریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه کوي
وروستی خبرونه

اتریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه کوي

مې 5, 2026
بغلان کې ۸۰ روغتیايي مرکزونو ته د درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل شوه
د ټولنې هنداره

بغلان کې ۸۰ روغتیايي مرکزونو ته د درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل شوه

مې 5, 2026
میدان وردګ؛ د جلرېز او دایمیرداد ولسوالیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
وروستی خبرونه

میدان وردګ؛ د جلرېز او دایمیرداد ولسوالیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

مې 5, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved