کینیا – سېلابونه / د مړینو شمېر
ایډي: 8374950
نېټه: د اپریل 28-30، 2024
ځای: کینیا
موده: یوه دقیقه او اته دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-01 16:47
وروستی سمون: 2024-05-10 16:56
ويډیويي صحنې
کینیا، نیروبي، – اپریل 28-30، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په سخت باران کې ترافیک
۲ـ د سېلابونو بېلابېل ډولونه، لرګي، اسانتیاوې
۳ـ په لنډمهاله سرپناه کې ګڼ شمېر خلک
بشپړ خبر
پرون چهارشنبه د حکومت د یوې خبرپاڼې له مخې، په کینیا کې سختو بارانونو سېلابونه رامنځته کړي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۸۱ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه حکومت ویاند اسحاق ماورا وویل چې په ټول هېواد کې تر اوسه ۹۰کسان لادرکه شوي او ۱۲۴ کسان ټپیان شوي دي چې په مختلفو روغتیایي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
هغه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل چې سختو بارانونو او سېلابونو ۱۸۸۰۰۰ خلک بېځایه کړي دي، چې حکومت یې اړ کړی څو د بدیل استوګنځيو چمتو کولو لپاره د بېځایه شویو خلکو لپاره کمپونه جوړ کړي.
حکومت دغه راز په کینیا کې د سېلاب ځپلو لپاره د موقتي سرپناه په تیاري کې مرسته کړې، دوی د سرپناه لپاره عامه ځایونه ورته مشخص کړي او اړمنو خلکو ته یې اړین توکي چمتو کړي.
حکومت ویلي چې په مسینگا او کیمبري بندونو کې د اوبو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده. مسینګا بند په ۲۰۲۰ کال کې د خپل تاریخي سیر ته په کتو لوړه ذخیروي کچه ثبت کړه. په ورته وخت کې، کیمبري بند هم د اپرېل په ۲۶مه د خپل تاریخ ترټولو لوړه کچه ثبت کړه، چې دا د ۱۹۹۷م کال په پرتله د ثبت شوې کچې څخه زیاتوالی ښي.
د یادولو وړ ده چې د تېرې یکشنبې په شپه د نایروبي شمال ته په ۶۰ کیلومترۍ کې د مای مهیو په ښارګوټي کې د یوه بند د نړېدو له امله ۴۸ کسان ووژل شول او ګڼ نور یې زیانمن کړل. حکومت خبرداری ورکړ چې د دغه جریان اغېزې، په ځانګړي توګه په ختیځ کینیا کې د ګاریسا او تانا سیند هېوادونو کې کولی شي وار دمخه ناوړه وضعیت لا پسې خراب کړي.
بل خوا د کینیا د تر ټولو اوږد سیند، تانا سیند په اوږدو کې پراخې سیمې اوس تر اوبو لاندې شوې دي، چې زرګونه خلک یې بېځایه کړي او د دوی ژوند او معیشت یې اغېزمن کړی دی.
د دغو دوو ځپل شویو هېوادونو اوسېدونکي او هغه کسان چې نورو بندونو او د اوبو زېرمو ته نژدې ژوند کوي باید د حکومت له لارښوونې سره سم له سیمې ژر تر ژره ووځي.
د ژغورنې يتمونه اندېښنه لري چې کیېدای شي د مړو شمېر لا نور هم لوړ شي ځکه چې د روانو سختو بارانونو اټکل کېږي چې روانه اونۍ به دوام وکړي او په ځینو سیمو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې وړاندوینه هم کېږي. سړکونه او پلونه ویجاړ شوي، د هېواد ډېری برخې یې د لاسرسي وړ نه دي او سوداګرۍ ته یې خنډونه رامنځته کړي دي. د حکومت د بېړني غبرګون ملي کمېټه په فعاله توګه د سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره په ډېری نوښتونو کار کوي.








