د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې د باران، واورې او سیلابونو د را وتلو اټکل کړی دی. د یاد ریاست د مسوولینو، سبا او بل سبا د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکندي، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، بدخشان او تخار ولایتونو کې د باران او د یا شمېر په ځينو ولایتونو کې د واورې ورېدو اټکل کړی دی. په هیواد کې که څه هم چې وروستیو ورښتونو د وچکالۍ وېره ختمه کړې؛ خو بلخوا بیا په یو شمېر ولایتونو کې د بې وخته واورې ورېدو او پرله پسې سختو ورښتونو خلک سخت اندېښمن کړي دي.