چین-ارجنټاین/ بهرنیو چارو وزیره
ایډي: 8374791
نېټه: د اپرېل 30، 2024
ځای: چین
موده:۴۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-50-1 11:38
وروستی سمون: 2024-50-1 11:42
ویډیویي صحنې
چین بیجینګ، – د اپریل 30، 2024 (CCTV ) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د غونډې ځای
۲ـ د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ارجنټاين د بهرنيو چارو، نړيوالې سوداګرۍ له وزيرې ډيانا مونډينو سره د روغبړ کولو پر مهال او د عکسونو لپاره تم کېدل
۳ـ د وانګ، او مونډینو ترمنځ بېلا بېلې غونډې، ګڼ شمیر ګډونوال
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سې شنبې په ورځ په بېجينګ کې د ارجنټاين د بهرنيو چارو او نړيوالې سوداګرۍ له وزيرې ديانا موندينو سره خبرې اترې وکړې.
په یاده غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي وانګ يي وويل، چين غواړي چې سږ کال د چين او ارجنټاين د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د جوړېدو د لسمې کليزې په وياړ له فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره په ګډه د پرمختګ لار ومومي. څو دوه اړخيزې اړيکې، او په بېلابېلو برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ ته لا زيات ډاډ ورکړي او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لپاره نوي امکانات پرانيزي.
هغه وويل، دواړه خواوې بايد د باور فضا ټينګه کړي، او په مهمو مسايلو کې د يو بل ملاتړ وکړي او د لا زياتو همکاريو لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې چين غواړي له ارجنټاين او نورو لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو سره په نوې زمانه کې د برابرۍ، متقابلو ګټو، نوښت او ورخلاصون په اړه د چين او لاتينې امريکا د اړيکو د ټينګښت لپاره کار وکړي چې د څو اړخيزو فورمونو لاندې د همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا به د خلکو سره مرسته وکړي، او هم به د ملګرو ملتونو او جي شل په څېر د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې خوندي کوي.
دغه راز د ارجنټاين د بهرنيو چارو وزیرې مونډینو وویل، چې د ارجنټاین داخلي سیاسي وضعیت چې هر څومره بدلېږي، خو د چین په اړه یې دوستانه تګلاره به بدله نشي. مونډینو وویل، ارجنټاين لېواله دی چې د لاتینې امریکا او کارابین ایالتونو ټولنه (CELAC)-چين فورم له لارې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي، په نړيوالو فورمونو کې نږدې اړيکې او همغږي وساتي او د نړيوالې سولې او دايمي پرمختګ لپاره سره د یو بل مرسته وکړي.








