د چین نړیوال اورګاډی / باروړونکی
ای ډي: 8374756
نېټه: د اپریل 30، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلور دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-1 06:13
وروستی سمون: 2024-05-1 06:17
ویډیويي صحنې
سویل لوېدیځ چین، د سیچوان ولایت، چینګدو ښار – د اپریل 30، 2024 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ له هوا څخه په سټیشن کې د چین – لاوس – تایلینډ – مالیزیا بار وړونکي اورګاډي صحنې
۲.ـ د لومړي چین – لاوس – تایلینډ – مالیزیا بار وړونکي ریل ګاډي له سټیشن څخه د وتلو پر مهال
۳ـ له هوا څخه د ریل بندر ویډیويي صحنې، کانتینرونه
۴ـ له هوا څخه د اورګاډي د چلولو او تګ ویډیویي صحنې
۵ـ د روان اورګاډي څخه د ښار بېلا بېلې لیدل شوې منظرې
۶ـ حرکت کوونکي اورګاډي
۷ـ له هوا څخه د اورګاډي د چلولو ویډیويي صحنې
۸ـ غږ (چینایي) د سیچوان نیو بانډ نړیوال بار وړلو شرکت اجرایوي مشره دو پیلینګ (د اوومې صحنې سره پیلېږي او د نهمې صحنې سره پای ته رسي)
پخوا مالیزیا ته زموږ مالونه د رېل په واسطه له چینګدو ښار څخه کینژو ښار ته او بیا له چینجو څخه مالیزیا ته د سمندر له لارې لېږدول کېدل. اوس د چین – لاوس – تایلینډ – مالیزیا چټک ریل ګاډي سره، موږ کولی شو شاوخوا یوه اونۍ وخت سپما کړو. دا سفر چې شاوخوا ۱۵ ورځې وخت نیسي.
۹ـ له هوا څخه د اورګاډي د چلولو ويډیويي صحنې، کانتینرونه
۱۰ـ د اورګاډي د چلولو بېلا بېل حرکتونه
۱۱ـ له هوا څخه د اورګاډي د چلولو ویډیويي صحنې، کانتینرونه
بشپړ خبر
د چین لومړی بار وړونکی اورګاډی چې چین، لاوس، تایلنډ او مالیزیا سره نښلوي د سه شنبې په ورځ د چين د جنوب لوېديځ د سيچوان ولايت د چينګ دو ښار د اورګاډو له نړيوال بندر څخه خپل حرکت پیل کړ. چې د سيمه ييزو سوداګريزو اړيکو د ټينګښت په برخه کې يو مهم ګام بلل کېږي.
دغه اورګاډی چې د (LCD) مانیټرونو او نورې نوې انرژۍ موټرو څخه بار شوی له چین څخه به د لاوس، ټایلنډ له لارې تېرېږي او په پای کې به د مالیزیا اړوند بندر ته ورسېږي.
د سمندر له لارې د توکو لېږد معمولي لارو په پرتله د اورګاډي دغه ټول سفر به ټایلنډ ته یوازې پنځه ورځې او مالیزیا ته اته ورځې وخت ونیسي چې د سمندري لارې په پرتله د سفر وخت شاوخوا نیمایي راکمولی شي.
د سیچوان نیو بانډ نړیوال بار وړلو شرکت اجرایوي مشره، دو پیلینګ وویل، په تېرو وختونو کې، موږ خپل مالونه له چینګدو ولایت څخه کینژو ته د اورګاډي په واسطه او بیا د کینژو څخه مالیزیا ته د کښتۍ په واسطه لېږدول. خو اوس د نوي چین-لاوس-ټایلنډ-مالیزیا چټک اورګاډي سره، موږ کولی شو شاوخوا په یوه اونۍ کې مقصد ته ورسو او هم یوه اونۍ راسره سپما شي.
دغه راز د نوې کرښې په پرانيستلو سره به د چين او لاوس د اورګاډي خدمتونه نور هم پراخ شي او د چين او لاوس، ټايلنډ او ماليزيا ترمنځ به د اقتصادي او سوداګريزو تبادلو بهير لا پياوړی شي.
دا به د سیچوان او سویل ختیځ آسیا ترمنځ د اقتصادي متقابل عمل او ودې لپاره د نوي ملاتړ چمتو کولو سره د سیمه ییز داخلي اورګاډي شبکې پراختیا ګړندۍ کړي.
د چينګدو ولایت نړيوال اورګاډي خدمتونه اوس ۱۱۲ ښارونو ته رسېدلي دي، چې سږ کال به د څلورو نویو تمځایونو سره، د ځمکې او سمندر له لارې د توکو لېږد لپاره بشپړ سیستم هم رامنځته کړي.








