د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د ځنګلونو د بیا احیا کولو باندې کار کوي او د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې يې په سلګونه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي. د یاد ریاست د طبیعي ځنګلونو عمومي مدیر اصف الرحمن بسمل ویلي، چې په تېرو ۵ کالو کې يې شاوخوا ۹۳۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي، چې نیمايي يې جلغوزي او نیمايي یې غوزان دي. بسمل زیاتوي، چې د ځنګلونو تل پاتې پروژې له لارې يې یوازې سږ کال پسرلني کمپاین کې تقریباً ۶۶ زره د چهارمغزو او بادامو نیالګي کېنولي. مسوولین وايي، چې په مستقیم ډول د ځنګلونو بیا احیا کولو په موخه يې نیالګي کرلي او پلان لري، چې په ټولو ولسوالیو کې تخریب شوي ځنګلونه بیا احیا کړي.