د پکتیکا د ګومل سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د څه باندې۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی. د یادې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجینیر عیسی محمد ویلي، د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۶۰ زره ۴۱۶ افغانیو په لګښت د ۴۱. ۴ مترو په اوږدوالي او د ۵ مترو په لوړوالي سره د سلګډي چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي. دغه چکډېم د ۵ زره ۱۸۵ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.