چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بیجینګ: شخړې د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو اترو په مېز پای ته رسي

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 28, 2024
6 0
0
بیجینګ: شخړې د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو اترو په مېز پای ته رسي
9
SHARES
34
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8374309.mp4

د چین-ایف ایم مرکه / د اوکراین کړکېچ

ای‌ډي: 8374309

نېټه: د اپریل 25/27، 2024/

ځای: روسیه؛ اوکراین؛ چین

موده: ۵۹ ثانیې

سرچینه: (CCTV)، (CGTN)، نور

محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 28-04-2024 02:59

وروستی سمون: 2024-04-28 03:03

ویډیويي صحنې

بیجینګ، چین – د اپریل 27، 2024 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د الجزیرې رسنۍ د ویب پاڼې سکرین شاټ

۲ـ د چین د بهرنیو چارو وزارت سکرین شاټ

ځای نامعلوم ده – د اپریل په 25، 2024 خپور شو (د روسیې دفاع وزارت) د چینایي وګړو لپاره نه ده

۳ـ بېلا بېل نظامي وسایط، د سرتیرو  ټوپکې ډزې

۴ـ د الوتکو د ویشتلو توغندي

۵ـ هدف په نښه کول

فایل: مسکو، روسیه – دسمبر 2015 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده

۶ـ د روسیې د دفاع وزارت بېلا بېلې ودانۍ، د روسیې ملي بیرغ

مسکو، روسیه – مارچ 30، 2022 (CGTN) د چینایي وګړو لپاره نه ده

۷ـ سینټ باسیل

مسکو، روسیه – 2021 (CCTV)- چینایي وګړو لپاره نه ده

۸ـ ګڼ شمیر ترافیک

اوکراین، لیوای ښار – د مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینایي وګړو لپاره نه ده

۹ـ د اوکراین ملي بیرغ

کیف، اوکراین – 2018 (CCTV)- چینایي وګړو لپاره نه ده

۱۱ ـ د اوکراین د پارلمان  بېلا بېلې ودانۍ

کیف، اوکراین – نیټه معلومه نه ده (CCTV)- چینایي وګړو لپاره نه ده

۱۲ـ د ښار بېلا بېلې برخې

بشپړ خبر

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره د نړيوال سوله ييز کنفرانس د جوړولو وړاندیز وکړ او د چين پر دريځ يې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې دا سوله ييزې خبرې اترې د اوکراين د کړکېچ د حل يوازنۍ لار ده.

وانګ يي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي هم دی، په دې وروستيو کې د الجزيرې له خبري رسنۍ سره يوه کتبي مرکه وکړه. له هغه څخه وغوښتل شول چې د روسیې د لومړني ستراتیژیک ملګري په توګه چین څنګه په دې خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.

وانګ يي د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، د اوکراين د کړکېچ په اړه د چين دريځ ثابت، څرګند او شفاف دی.

هغه زیاته کړه چې چین په مستقیمه توګه ښکېل نه دی، د کړکېچ له بشپړېدو راهيسې په دوو کلونو کې چين د اوربند د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

نوموړي  دغه راز د روسيې، اوکراين او نورو هېوادونو له مشرانو سره ژورې خبرې اترې وکړې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې سوله ييزې خبرې اترې د جګړې څخه د وتلو يوازنۍ لار ده او چين هيله څرګنده کړه چې له ټولو خواوو څخه د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د سياسي حل لپاره شرايط برابر کړي.

وانګ يي يادونه وکړه چې چين د اوکراين د کړکېچ په اړه يو ځانګړی د «دريځ سند»  خپور کړ. سربېره پر دې، د دې ځانګړي استازي د منځګړیتوب، پیغامونو رسولو، دریځونو روښانه کولو، او ټول اړخونه د ګډې زمینې موندلو، اختلافاتو لرې کولو او توافق ته د رسېدو لپاره یې د اړوندو هېوادونو څخه لیدنې ترسره کړې دي.

وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې د کړکېچ د لا خرابېدو او پراخېدو خطر لا هم موجود دی. هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې پيوستون پياوړى کړي، د سولې لپاره ټولې هڅې ګړندۍ کړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

وانګ يي د سياسي حل لارې پر لومړيتوب ټينګار وکړ او ویې ویل چې شخړې او جګړې د خبرو اترو له لارې حل کېږي، نه د جګړې له لارې. چين د ټولو خواوو په مساوي ګډون سره د روسيې او اوکراين د دواړو هېوادونو له خوا د جوړ شوي نړيوال کنفرانس ملاتړ کوي. دا کنفرانس باید د سولې د پلانونو په اړه د سمدستي اوربند او د جګړې د پای ته رسولو لپاره عادلانه بحثونه وکړي.

همدارنګه دا اړینه ده چې اعتراض او بې طرفي وساتل شي. د ناورین د کمولو لپاره هېڅ ډول حل نشته. ټول اړخونه باید خپله برخه ولوبوي او متقابل باور رامنځته کړي څو د دښمنۍ د ختمولو او د سولې د خبرو د پیل لپاره شرایط رامنځته شي. هره هغه هڅه چې ګډوډۍ ته لمن وهي باید په کلکه رد شي. وانګ وویل، تر ټولو مهم دا چې هېڅوک باید ډلې ټپلې جوړې نه کړي چې د سبوتاژ روحیه ولري.

چين به له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د بشپړ او منلي امنيت د اصولو ساتنه وکړي، د ګډې، هراړخيزې، همکارۍ او دوامدار امنيت د ليد پلويتوب به وکړي، د ټولو خواوو اندېښنې به درک کړي  او د متوازن، اغېزناک او دوامدار سيمه ييز امنيت د جوړښت ملاتړ به وکړي.

هغه زياته کړه چې چين به له ټولو خواوو سره په رغنده توګه د کړکېچ د سياسي حل لپاره کار وکړي او د سيمه ييزې سولې او امنيت او د نړيوالې سولې په ټينګښت کې به لا زياتې مرستې وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved