چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ملګري ملتونه: غزې کې دې د ډله ییزو قبرونو موندلو اړوند پلټنه وشي

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 25, 2024
4 0
0
ملګري ملتونه: غزې کې دې د ډله ییزو قبرونو موندلو اړوند پلټنه وشي
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8373759.mp4

سویس – بشري حقونه / ډله ییز قبرونه

ای ډي: 8373759

نېټه: د اپرېل 23، 2024

ځای: سویس

موده: یوه دقیقه او دوې ثانیې

سرچینه: نور

خپور شوی: 23-04-2024 15:42

وروستی سمون: 2024-04-24 03:02

ویډیويي صحنې

 جینیوا، سویزرلینډ – نیټه معلومه نه ده (UNTV) – یوازې خبري موخې ته

۱ـ له هوا څخه د ملتونو ماڼۍ ویډیويي صحنې، بیرغونه

جینیوا، سویزرلینډ – د اپریل 23، 2024 (UNTV) – یوازې خبري موخې ته

۲ـ  بېلا بېل مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي

۳ـ  خبريالان

۴ـ غږ (انګلیسي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر  ویانده راوینا شمدسانی

موږ د النصر طبي کمپلکس او الشفاء طبي کمپلیکس روغتونونه ویجاړولو او په تاسیساتو او شاوخوا کې د ډله ییزو قبرونو راپور موندلو څخه هم ویره لرو. او موږ د مړینې په اړه د خپلواکو، اغېزناک او شفافو څېړنو غوښتنه کوو.

۵ـ مطبوعاتي کنفرانس روان دی

۶ـ غږ (انګلیسي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر  ویانده راوینا شمدسانی

د معافیت موجوده اقلیم ته په پام سره، پدې کې باید نړیوال پلټونکي شامل وي. روغتونونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د خورا ځانګړي خوندیتوب حق لري. او راځئ چې روښانه کړو،  چې د ملکي وګړو، توقیف شویو او نورو په قصدي توګه وژل یو جنګي جنایت دی.

۷ـ بېلا بېل خبریالان

بشپړ خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د غزې په جنوبي برخه کې د ناصر روغتون په ګډون د غزې په روغتونونو او شاوخوا سیمو کې د موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه د یوې خپلواکې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د سه شنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، ولکر ترک په رفح کې د اسراییلو وروستي بریدونه په کلکه وغندل، چې په پایله کې یې ډېری ښځې او ماشومان ووژل شول. سرچینې دغه راز زیاته کړې،په دغه سیمه کې چې له ۱.۲ میلیونو څخه زیات ملکي وګړي ژوند کوي لري، تازه د کړکېچ خبرداری ورکړی دی. نوموړي وویل، چې دا به د نړیوال بشردوستانه او د بشري حقونو له قانون څخه سرغړونه وي او دا به احتمالاً د لا زیاتو ظلمونو او جرمونو لامل شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر  ویاندې راوینا شمدسانی وویل، موږ د النصر طبي کمپلیکس او الشفاء طبي کمپلیکس روغتونونو ویجاړولو او د تاسیساتو شاوخوا کې د ډله ییزو قبرونو د راپور موندلو په اړه هم ژوره اندېښنه لرو.

هغې دغه راز زیاته کړه ، دغه پېښو ته د معافیت موجوده وضعیت ته په پام سره، په دې کې باید نړیوال پلټونکي شامل وي. ځکه روغتونونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د خورا ځانګړي خوندیتوب حق لري او باید اعتراف وکړو، چې د ملکي وګړو، توقیف شویو او نورو په قصدي توګه وژل یو جنګي جنایت دی.

د فلسطین د ملکي دفاع وزارت ویلي، چې د سې شنبې په ورځ په خان یونس ښار کې د النصر میډیکل کمپلیکس روغتون په یوه ډله ییز قبر کې د ۳۵ جسدونه وموندل، چې له دې سیمې څخه د اسراییلي ځواکونو له وتلو دوه اونۍ وروسته د مړو شمېر ۳۱۰ تنو ته ورسېد.

یاد وزارت ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو د محاصرې په ترڅ کې د ناصر روغتون ځینې کسان وژل شوي او پاتې نور یې له محاصرې مخکې په روغتون کې خاورو ته سپارل شوي دي.

بل خوا د اسراییلو د ټایمز ورځپاڼې په قول، د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د سې شنبې په ورځ دا رد کړه، چې دوی د فلسطینیانو جسدونه تر خاورو لاندې کړي او دا یې یوازې بې بنسټه تورونه یاد کړي دي.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو ویلي، چې دوی په هدف شوي ډول عملیات کړي او یوازې هغه ځای، چې دوی اطلاعات درلودل  هلته یې عملیات کړي دي.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو زیاته کړې ده، چې دوی ته له عملیات کولو وروسته معلومه شوه، چې په دغه روغتون کې جسدونه نه وو.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026
امیرخان متقي بهر کې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو سره انلاین غونډه کړې
وروستی خبرونه

امیرخان متقي بهر کې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو سره انلاین غونډه کړې

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved