د هواپېژندنې ادارې دهیواد په ۲۴ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن پنجشنبه، د روانې غوايي میاشتې په ۶مه نېټه په هرات،فراه، نيمروز، هلمند،کندهار، زابل،ارزگان، خوست، پکتيا، لوګر، غزني، دايکنډي، ارزګان، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشېر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د باران اټکل شته. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي. د هواپېژندنې ادارې دا اټکل داسې مهال ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله ګن شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.