چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په دوبۍ کې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د اووم پړاو لپاره د ارتقاء غونډه ترسره شوه

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 21, 2024
3 0
0
په دوبۍ کې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د اووم پړاو لپاره د ارتقاء غونډه ترسره شوه
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8373252.mp4

چين نړيوال وارداتي نندارتون، متحده عربي امارات، پروموشن کنفرانس

آی ډې: 8373252

نېټه: د اپریل 19، 2024 / فایل

ځای: متحده عربي امارات

موده: یوه دقیقه او اتلس ثانیې

سرچینه : (CCTV)

محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-04-20 06:13

وروستی سمون: 2024-04-20 06:15

ویډیويي صحنې

متحده امارات،  دوبۍ – د اپریل 18، 2024 (CCTV)- د چینایي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د چین د اووم نړیوال وارداتي نندارتون (CIIE) لپاره د ترویج بېلا بېل کنفرانسونه روان دي، ګډونوال

۲ـ د لاسلیک کولو بېلابېل مراسم روان دي

۳ـ غږ (انګلیسي) د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزارت، د بهرنۍ سوداګرۍ او صنعت مرستیال سکرتر عبدالله ال صالح (په جزوي توګه د د څلورمې او پېنځمې صحنې سره تړل شوی)

موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د چټکې ودې شاهدان یو. چین له څو کلونو راهیسې د متحده عربي اماراتو لومړی سوداګریز شریک ګڼل کېږي. موږ تمه لرو چې د متحده عربي اماراتو ډېری شرکتونه پکې برخه واخلي او موږ خپل خصوصي سکتور هڅوو چې په دې برخه کې ګډون وکړي.

صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي

۴ـ ال صالح د وینا کولو پر مهال ، ګډون کوونکي

۵ـ سکرین د چین نړیوال وارداتي نندارتون (CIIE) تبلیغاتي ویډیو ښیي

صحنې په غږ باندې پوښل شوې دې

۶ـ سکرین د چین نړیوال وارداتي نندارتون (CIIE)  د ترویج ویډیو ښیي

فایل: شانګهای، چین – د اکتوبر 24، 2022 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده

۷ـ له هوا څخه د چین نړیوال وارداتي نندارتون (CIIE)  او ملي نندارتون او مرکز (شانګهای) ځای ويډیويي صحنې

فایل: شانګهای، چین – د نومبر 6، 2023 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده

۸ـ  د چین نړیوال وارداتي نندارتون (CIIE)  په شپږم پړاو کې د متحده عربي اماراتو بېلا بېل، محصولات نندارې ته وړاندې کیېږي

بشپړ خبر

د چين نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) د ترويج کنفرانس د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو  په کوربتوب په دوبۍ کې تر سره شو.

په متحده عربي اماراتو کې د چين د سفارت او د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون د ادارې په ګډه کوربتوب سره په دغه غونډه کې د دوبۍ د ځايي حکومت او د چين او عربي تصديو څه دپاسه ۱۵۰ تنو استازو ګډون کړی و.

په دوبۍ کې د چين د خلکو جمهوريت عمومي قونسل  اوو بوکيان په دې مراسمو کې وويل چې سږ کال د چين او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کليزې سره برابر دی. د چين او متحده عربي اماراتو اړيکې د بېلا بېلو قومونو او کلتورونو ترمنځ د دوستانه تبادلې يوه بېلګه ده او د چين او متحده عربي اماراتو هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

اوو وويل، چين په متحده عربي اماراتو کې د ژوند له هر اړخه ملګرو ته ښه راغلاست وايي چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) په اوومه غونډه کې د لا زياتو توکو او خدماتو د راوړلو او چين ته د نويو پروژو او سوداګرۍ د راوړلو، د سوداګريزو فرصتونو د شريکولو او په ګډه د ښه راتلونکي د رامنځته کولو لپاره ملاتړ کوي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنۍ سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال عبدالله ال صالح وویل چې CIIE (د چین نړیوال وارداتي نندارتون) د هېوادونو لپاره د نړۍ په کچه د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ او تعامل لپاره د پام وړ فرصت په توګه کار کوي.

موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د چټکې ودې شاهدان یو. چین له څو کلونو راهیسې د متحده عربي اماراتو لومړی سوداګریز شریک ګڼل کېږي. موږ تمه لرو چې د متحده عربي اماراتو ډېری شرکتونه پکې برخه واخلي او موږ خپل خصوصي سکتور هڅوو چې په دې برخه کې ګډون وکړي.

دغه نندارتون د نړۍ لومړی وارداتي نندارتون دی چې په ملي کچه په وارداتو تمرکز کوي.

د یادونې وړ ده چې د یاد نندارتون  اووم پړاو به د نومبر له ۵ څخه تر ۱۰ پورې په شانګهای کې ترسره شي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

امیرخان متقي بهر کې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو سره انلاین غونډه کړې
وروستی خبرونه

امیرخان متقي بهر کې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو سره انلاین غونډه کړې

مارچ 18, 2026
د شهرآرا تاریخي برج د بیارغونې چارې پیلیږي
وروستی خبرونه

د شهرآرا تاریخي برج د بیارغونې چارې پیلیږي

مارچ 18, 2026
نایجریا کې د چاودنو له امله ۱۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
وروستی خبرونه

نایجریا کې د چاودنو له امله ۱۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist