آي ډې : 8373114
نیټه: د اپریل 15-18، 2024
ځای: برازیل؛ ریو دو ژېنیرو
موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي ړګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-19 05:57
وروستی سمون: 2024-04-19 05:59
ویډیويي صحنې
برازیل؛ریودو ژاېنیرو – د اپریل 15-18، 2024 (CGTN) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ نندارچيان د ریو په ویب ناسته کې
۲ـ د پینل بېلا بېل بحثونه
۳ـ بېلا بېل لیدونکي
۴ـ غږ (انګلیسي) د مایکروبیټیک شرکت اجرایوي رییسه جولیا روزا موریر (د دریمې صحنې سره پیل کیږي او د پېنځمې صحنې سره جزوی تړل شوی)
موږ په خپلو عملیاتو کې، زموږ د ورځني پریکړې کولو پروسې ته مصنوعي ځیرکتیا اضافه کوو. موږ پانګه اچونه کوو، د بیلګې په توګه، د خپلو مشتریانو د کاربن کمولو په برخه کې. موږ خپلو پیرودونکو ته د کاربن کریډیټ چمتو کوو چې دوی یې کارولی شي. دوی کولی شي د کاربن کریډیټ واخلي. چې له دوی سره د کاربن په اخراج کولو کې مرسته کوي
ویډيويي صحنې په غږ باندې پوښل شوې دې
۵ـ پنز د خبریال سره په خبرو کولو بوخت دی ، لوی سکرین پرومو ښیې
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دې
۶ـ بېلا بېل لیدونکي، لوی سکرین باندې د پرومو ښکارندویي کوي
۷ـ انځورونه
۸ـ د مایکروبیټیک شرکت اجرایوي رییسه جولیا روزا موریرا په کمپیوټر باندې ویډیو نندارې ته وړاندې کوي.
۹ـ غږ (پرتګالي) د مایکروبیټیک شرکت اجرایوي رییسه جولیا روزا موریرا، (داتمې صحنې سره پیل کیږی)
زموږ محصول د (سویابین) او جوار لپاره رامینځته کیږي ، کوم چې زموږ د هیواد اصلي کرنیز توکي دي. او موږ د وارداتي کیمیاوي سرې ځای په ځای کوو چې خورا ګران دي او چاپیریال ته زیان رسوي. زموږ بدیل دوامداره او نوښت دی چې د لږ لګښت سره. په هر هکتار کې ۱۰ امریکایي ډالر کیږي
۱۰ـ بېلا بېل لیدونکي او انځورونه
بشپړ خبر
د ریو ویب سرمشریزه چې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیده، د انرژۍ او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره یې مهمو ستراتیژیو کې د پام وړ پرمختګونه وښودل.
د ۱۰۰ هیوادونو څخه تر ۳,000 څخه زیاتو ګډون کوونکو سره، ، څلور ورځنۍ غونډې لپاره یو پروګرام چمتو کړی څو د چاپیریال پایښت ته د دوی ژمنتیا وښيي.
لوکاس پینز په الیټروبراس کې د بریښنایی ټیکنالوژي مرکز رییسه، د شرکت هڅې په ګوته کړې چې برازیل به د انرژۍ شبکه د نړۍ ترټولو باثباته کړي.
پېنز یادونه وکړه چې موږ د ورځنیو چارو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلو او د پیرود لپاره د کاربن کریډیټ وړاندیز کوو څو دوی د کاربن خپراوي مخنیوي کې مرسته وکړي.
الیټروبراس د برازیل د بریښنایی خدماتو لوی شرکت دی چې په لویه کچه په برقي، باد، او لمریز تولید باندې تکیه کوي، د هغې نږدې ۹۷ سلنه بریښنا د پاکو او بیا نوې کیدونکي سرچینو څخه ترلاسه کیږي.
یاده سرمشریزه نه یوازې د ټیکنالوژۍ مینه والو لپاره یوه غونډه وه بلکه د چاپیریال اندیښنو ته د رسیدو لپاره یو پروګرام هم و.
مایکروبیټیک شرکت چې مشري یې اجرايوي ریسه جولیا روزا موریرا کوي، د کیمیاوي سرې له امله د خاورې د ککړتیا د بدیل په برخه کې کار کوي. دوی د ارزانه سرې په چمتو کولو تمرکز کوي چې په طبیعي توګه له منځه ځي،
موریرا وویل چې زموږ محصول د (سویابین) کاکوي لوبیا او جوارو لپاره دی چې دلته اصلي فصلونه دي. دا د قیمتي وارد شوي کیمیاوي سرې لپاره یو دوامداره او نوښتګر بدیل دی چې په هر هکتار کې له ۱۰ ډالرو څخه کم لګښت لري.”
په سرمشریزه کې ګډونوال د ملګرو ملتونو د دوامدارې پرمختیا موخو ته ژمن دي او هڅه کوي هغه چارې او تخنیکونه وهڅوي چې د انرژۍ په سپما او پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.
ریودو ژانیرو ښار به تر ۲۰۲۸ پورې د ریو ویب سرمشریزې کوربه وي او د دوامداره نوښت او چاپیریالي پرمختګ لپاره به اوږد مهاله پروګرام چمتو کوي.








