چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

وانګ يي د سلوانيا د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 18, 2024
2 0
0
وانګ يي د سلوانيا د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر ګډو همکاریو خبرې وکړې
3
SHARES
12
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8372844.mp4

چین- سلوانيا، د بهرنیو چارو وزیره

آی ډې :8372844

نیټه: د اپریل 17/ 2024

ځای: چین

موده: ۴۶ ثانېې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-04-18 06:09

وروستی سمون: 2024-04-18 06:12

ويډيويي صحنې

چین ، بیجینګ – د اپریل 18/ 2024 (CCTV)  د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱- تنجا فاجون (له سره رنګ سره) د سلوانيا د لومړي وزیر مرستیاله او د بهرنیو چارو وزیره تنجا فاجون، د غونډې ځای ته ننوتلو په حال کې

۲-د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له فاجون سره د روغبړ کولو پر مهال

۳- د وانګ يي او فاجون تر منځ بېلا بېلې غونډې روانې دي، ګډونوال

بشپړ خبر

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چهارشنبه په ورځ په بېجينګ کې د سلوانيا د لومړي وزیر له مرستیالې او د بهرنیو چارو وزیرې تنجا فاجون سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ د پياوړتيا ژمنه وکړه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، چې شاوخوا له دېرشو کلونو پرمختګ وروسته د چين او سلوانيا تر منځ اړيکې ټينګې شوې او پخې مرحلې ته داخلې شوې دي.

وانګ يي زیاته کړه، چې چين د سلوانيا د حکومت د درک او د چين د اساسي ګټو په اړه د پوهاوي او ملاتړ ستاينه کوي. نوموړي دغه راز وویل، چې چين د سلوانيا د ملي خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ کوي او د سلوانيا د پرمختګ لارې ته درناوی کوي.

وانګ یي د خپلو خبرو په دوام کې تنجا فاجون ته د خپل هېواد له لوري د ۲۰۲۴او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غير دايمي غړي په توګه د سلوانيا د ټاکلو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، چین چمتو دی، چې له سلوانيا سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او نورو نړيوالو بنسټونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي، تر څو په عادلانه توګه نړيواله حکومتولي پرمخ يوسي.

وانګ یي وویل، چې چین د خطر د مخنیوي په نوم د چین د تړلو سره مخالفت کوي.

هغه پر دې ټينګار وکړ، چې چين او سلوانيا بايد په ګډه د ازادې سوداګرۍ ساتنه وکړي، يو له بل سره همکارۍ پیاوړې کړي او متقابلې ګټې وساتي. نوموړي دغه راز وویل، چين هيله لري، چې سلوانيا به له چينايي شرکتونو سره ازاد، عادلانه او بې توپيره چلند وکړي او په ورته وخت کې چين د سلوانيا د شرکتونو هرکلی کوي، ترڅو په په چين کې پانګونه وکړي او د چين بازار وپلټي.

د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې فاجون وویل، چې سلوانيا له چين سره خپلو اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او په ټينګه د يو چين تګلاره تعقيبوي او ملاتړ یې کوي. نوموړې دغه راز زیاته کړه، چې سلوانيا دا ځل چين ته تر ټولو لوی اقتصادي او سوداګريز پلاوی لېږلی او غواړي له چين سره د اقتصاد، سوداګرۍ، سیاحت او علمي او تخنيکي اختراع په برخو کې عملي همکارۍ لا ژورې کړي.

فاجون وويل، سلوانيا غواړي، چې د ملګرو ملتونو او نورو څو اړخيزو چوکاټونو په چوکاټ کې له چين سره همغږي او همکاري پياوړې کړي، چې په ګډه د نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

حامد کرزی: پاکستان تل د یوه کمزوري افغانستان غوښتونکی دی
وروستی خبرونه

حامد کرزی: پاکستان تل د یوه کمزوري افغانستان غوښتونکی دی

مارچ 18, 2026
ناروې؛ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان بریدونه غندلي
وروستی خبرونه

ناروې؛ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان بریدونه غندلي

مارچ 18, 2026
اروپایي ټولنې؛ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې
وروستی خبرونه

اروپایي ټولنې؛ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved