چین – مرکزي افریقا جمهوریت
آی ډې: 8372683
نیټه: د اپریل 16/ 2024
ځای: چین
موده:۴۰ ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-17 07:17
وروستی تعدیل: 2024-04-17 07:20
ویډیويي صحنې
چین، بیجینګ – د اپریل 16/ 2024 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د غونډې ځای
۲ـ د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مرکزي افريقا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرې سلوي بايپو تيمون سره د روغبړ کول په حال کې
۳ـ د وانګ، بایپو-تیمون تر منځ بېلا بېلې غونډې روانې دې ، ګډونوال
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بېجينګ کې د مرکزي افريقا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرې (سلوي بايپو تيمون) سره وکتل او دواړو خواوو د خپلو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ د پياوړتيا ژمنه وکړه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د غړي په توګه وانګ يي د مرکزي افريقا له جمهوريت سره د چين پر ټينګې دوستۍ ټينګار وکړ. نوموړي د هېواد له ملي حالاتو سره په مطابقت کې د پرمختګ د لارې د موندلو په برخه کې د خپل هېواد د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ. سربيره پر دې هغه ژمنه وکړه، چې د چين او مرکزي افريقا جمهوريت ترمنځ ستراتيژيک باور او دوستانه همکاري به لا پياوړې کړي.
نوموړي همدا راز وویل، چين غواړي د مرکزي افريقا له جمهوريت سره په ګډه د څو اړخيزو سياستونو د عملي کولو او د نړيوال جنوب د مشروع حقوقو او ګټو د ساتنې لپاره کار وکړي.
بایپو تیمون وویل، چې د مرکزي افریقا جمهوریت د چین د ولسمشر شي جین پینګ لخوا وړاندیز شوي درې مهم نوښتونه؛ د پرمختیا نوښت، د نړیوال امنیت نوښت او د نړیوال تمدن نوښت څخه په کلکه ملاتړ کوي. نوموړې د يو کمربند او يوې لارې د نوښت په چوکاټ کې په بېلابېلو برخو کې له چين سره د همکارۍ د پياوړتيا لپاره چمتووالی څرګند کړ.








