د کاپیسا، کندوز لوګر او هلمند ځايي چارواکو په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی. د کاپیسا ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د څارنې او ارزونې مدیر ویلي، چې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو په مرکز کې د سېلابونو له امله ۸۵ د استوګنې کورونه او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوې او خلکو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي. دغه راز د لوګر ولایت ځایي چارواکو بیا ویلي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د یوې ښځې د وژل کېدو ترڅنګ یو ماشوم هم ټپي شوی دی او د یاد ولایت په ازرې ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله ۵۰ کورونه، بڼونه، پلچکونه او ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.