چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

حماس: د اوربند لپاره له خپلو بنسټيزوغوښتنو نه تیریږو

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 15, 2024
3 0
0
حماس: د اوربند لپاره له خپلو بنسټيزوغوښتنو نه تیریږو
4
SHARES
15
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8372296.mp4

د غزې تړانګه-حماس/د اوربند وړاندیز

آی ډې: 8372296

نیټه: د اپریل 15/ 2024

ځای: نور

موده: درویشت ثانیې

سرچینه: (CCTV) د چین نړیواله تلویزیوني شبکه (CGTN)

محدودیتونه: د چینایي وکړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-04- 1500:13

وروستی سمون: 2024-04-15 02:19

  ویډیويي صحنې

یونس خان ، د غزې تړانګه – د اپریل 11/ 2024 (CCTV) – د چینایي وکړو لپاره نه ده

۱ـ  د ویجاړو شویو ودانیو له شا څخه تور لوګي پورته کیږي

۲ ـ بېلا بېلې ویجاړې شوې ودانۍ

یونس خان ، د غزې تړانګه – د اپریل 9/ 2024 (CCTV) – د چینایي وکړو لپاره نه ده

۳ـ  بېلا بېلا کاروانونه چې د ویجاړو کورونو څخه تیریږي

۴ـ بېلا بېلې ویجاړې شوې ودانۍ، اوسیدونکي

بشپړ خبر

د غزې واکمن غورځنګ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په غزه کې د اوربند د وړاندیز په هکله خپل ځواب مصري او قطري منځګړو ته استولی او په هغه کې یې پر خپلو غوښتنو بیا هم ټینګار کړی دی.

حماس دایمي اوربند، له غزې څخه د اسرائيلي پوځيانو وتل، خپلو کورونو ته د بې ځايه شويو فلسطينيانو بېرته ستنېدل، غزې ته د مرستو رسولو زياتوالى او په سيمه کې د بيارغونې د هڅو پيل د خپلو بنسټیزې غوښتنو په توګه یادې کړې دي.

حماس ټینګار کړی، دوی چمتو دي، چې د اپریل د اتمې د اوربند وړاندیز ته په ځواب کې د بندیانو د تبادلې په اړه له اسرائیلو سره معامله او خبرې وکړي.

 خو د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر بیا ويلي، چې حماس د اسراييلي برمته شويو کسانو په خوشې کولو کې اصلي خنډ دی. د سرچینې په خبره، چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او له کلابندۍ  څخه د اسرائيلي ځواکونو د وتلو په اړه يې د حماس بې بنسټه غوښتنې رد کړې دي.

د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې حماس د هر ډول معاملې یا جوړجاړي وړاندیز رد کړی دی.

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې د اوربند په مسوده کې به حماس د شپږ اوونيز اوربند په ترڅ کې ۴۰ اسرائيلي برمته شوي او اسرائيل به ۹۰۰ فلسطيني بنديان خوشې کړي، چې له دې جملې سل کسان د عمري بند سزا هم لري.

 د راپورونو له مخې حماس هیله لري، چې اوربند په دریو پړاوونو کې ترسره شي. په لومړي پړاو کې د یرغمل شویو ښځو، بوډاګانو او ماشومانو خوشې کول، په دویم پړاو کې د نیول شویو اسرائیلي ښځینه سرتیرو خوشې کول، په دریمه مرحله کې، د نیول شویو ځوانانو خوشې کول او دغه راز د دواړو خواوو د پاتې پرسونل تبادله به وي.

حماس ټينگار کړی چې د اوربند په پلان کې د غزې په تړانګه کې د پاتې يوازيني اسرائيلي کنډک  ايستل هم شامل دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

حامد کرزی: پاکستان تل د یوه کمزوري افغانستان غوښتونکی دی
وروستی خبرونه

حامد کرزی: پاکستان تل د یوه کمزوري افغانستان غوښتونکی دی

مارچ 18, 2026
ناروې؛ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان بریدونه غندلي
وروستی خبرونه

ناروې؛ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان بریدونه غندلي

مارچ 18, 2026
اروپایي ټولنې؛ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې
وروستی خبرونه

اروپایي ټولنې؛ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved