د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښار پر سړکونو د باران اوبو د ډنډېدو له امله شکایت لري. دوی له کابل ښاروالۍ غواړي، چې دغې ستونزې ته دایمي حل لاره ولټوي. په کابل ښار کې ځينې موټر چلوونکي وايي، چې په باراني ورځو کې ګڼ شمېر سړکونه د اوبو راوتلو له امله بندېږي او خلک په ځانګړي ډول چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ کېږي. د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا د ښار پر سړکونو د باران د اوبو د را اوښتو لامل د منظم ښاري کانالیزاسون نشتوالی ګڼي.