د روسیه، اوکراین تازه بحران
آی ډې: 8372285
نیټه: د اپریل 14/ 2024 / فایل
ځای: روسیه؛ اوکراین
موده:یوه دقیقه او نهه ثانېې
سرچینه: (CCTV) د چین نړیواله تلویزیوني شبکه (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وکړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-14 19:44
وروستی سمون: 2024-04-14 19:48
ویډیويي صحنې
ځای نامعلوم – د اپریل په 13، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت – د چینایي وکړو لپاره نه ده)
۱- بېلا بېلا ځواکونه د توغنديو د توغولو پر مهال
۲- د پوځي موټرو د حرکت، له هوا څخه د پارکینګ صحنې
فایل: مسکو، روسیه – دسمبر 2015 (CCTV) – د چینایي وکړو لپاره نه ده
۳- د روسیې د دفاع وزارت بېلا بیلې ودانۍ ، د روسیې ملي بیرغ
فایل: مسکو، روسیه – مارچ 30/ 2022 (CGTN) – د چینایي وکړو لپاره نه ده
۴- د سینټ باسیل کلیسا
۵- په کرملین کې د لیوالتیا کلیسا
فایل: لیوای، اوکراین – مارچ 12/ 2022 (CGTN)- د چینایي وکړو لپاره نه ده
۶- د اوکراین ملي بیرغ
فایل: کیف، اوکراین – 2018 (CGTN) – د چینایي وکړو لپاره نه ده
۷- د اوکراین د پارلمان بېلا بېلې ودانۍ
فایل: کیف، اوکراین – د مې 18/ 2017 (CCTV)- د چینایي وکړو لپاره نه ده
۸- د ښار بېلا بیلې برخې
فایل: کیف، اوکراین – اکتوبر 11/ 2022 (CGTN) – د چینایي وکړو لپاره نه ده
۹- د اوکراین د ملي بیرغ ، ترافیک
بشپړ خبر
روسیې د شنبې په ورځ د (دونیڅک) په سیمه کې د اوکراین یو ښارګوټی تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی او د اووادیوکا او خرسون له لاریو یې د اوکراین د پوځ بریدونه په شاه تمبولي دي. بل خوا بیا اوکراین په همدې ورځ د روسیې پر یوه پوسته او نورو پوځي اهدافو بریدونه ترسره کړي.
د روسیې د دفاع وزارت ادعا کوي، چې روسي ځواکونو د اوکراین د توپخانې سیسټم او د الکترونیکي جنګي اډو په ګډون هدفونه په نښه کړي دي او دغه راز د روسیې هوايي دفاعي سیستم هم یو شمېر اوکرایني راکټونه، هوايي بمونه او بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز بیا په همدې ورځ ویلي، چې د اوکراين پوځ په لومړۍ کرښه کې له روسي پوځ سره جګړې کړې او د روسیې یو شمیر پوستې، د بې پيلوټه الوتکو د کنټرول اډې، د هوايي دفاعي توغنديو سيستم او نور هدفونه په نښه کړي دي.
د اوکراین لوی درستیز اولیکساندر سیرسکي د شنبې په ورځ وویل، چې د هیواد په ختیځ کې د جګړې وضعیت په وروستیو ورځو کې د پام وړ خراب شوی دی او زیاته یې کړه، چې د روسیې ځواکونو د (کراسني لیمان او باخموت) لوري ته خپل بریدونه زیات کړي دي.








