آی ډې:8372281
نیټه: د اپریل 14/ 2024
ځای: نور
موده: ۴۳ ثاېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وکړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-14 18:14
وروستی سمون: 2024-04-14 19:29
ویډیويې صحنې
چین ، بیجینګ – د اپریل 14/ 2024 (CCTV) – د چینایي وکړو لپاره نه ده
۱ ـ په اسراییلو د برید په اړه په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي ماموریت ځيني صحنې پر سکرین باندې
یروشلم – د اپریل 14/ 2024 (CCTV) – د چینایي وکړو لپاره نه ده
۲ـ په اسمان کې اورونه، ودانۍ
دمشق، سوریه – د اپریل 1/ 2024 (CCTV) – د چینایي وکړو لپاره نه ده /اورینټ تلویزیون الجزیره/العربیه تلویزیون
۳ـ د ایران د سفارت په انګړ کې بېلا بېلې ویجاړې شوې ودانۍ، د کیندلو په حال کې، بیړنۍ کاري ډلې د کار کولو په حال کې
۴ـ د ایران د سفارت قونسلګرۍ برخه، لوحه لوستل
بشپړ خبر
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو په (X) پاڼه کې وویل، چې په اسرائیلو باندې د ایران برید نتیجې ته رسیدلی شي.
د دایمي ماموریت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې چې له مشروع دفاع سره تړاو لري پیل شوی دی.
ایراني لوري دغه راز ویلي، چې که اسرائیل بله غلطي وکړي، د ایران ځواب به لا سخت وي. دوی امریکا ته هم خبرداری ورکړی چې په جګړه کې دې ښکیل نه شي.
بل خوا بیا د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د ایران لخوا د لسګونو بالستیک توغندیو او سلګونو بې پیلوټه الوتکو ګډ برید په ځايي وخت د یکشنبې په سهار پیل شو. د سیمې یو شمېراوسیدونکو هم ویلي، چې ډیری بمبارۍ تراوسه مهاله اورېدل شوې دي.
اسرائیلو ته په تیرو څو ورځو کې ایران ته سخت ګواښونه کړي و. دا ګواښونه د اپریل میاشتې په پیل کې د سوریې په دمشق کې د ایران قونسلګرۍ په ودانۍ کې د اوه ایراني افسرانو د وژلو د غچ اخیستو له کبله و. ایران ادعا کوي، چې دا برید د اسرائیلو له لوري شوی دی.








