د کانونو او پټرولیم وزارت د شبرغان او مزار شریف د ګازو د لېږد د نل لیکې چارو له ۶۰ سلنې خبر ورکوي. د یاد وزارت د ویاند په وینا د دغه نل لیکې اوږدوالۍ ۹۵.۵ کیلو متره دی او ۶.۹ میلیونه افغانۍ پانګونه ورباندې شوې ده. په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه ګازو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کوي. سره له دې چې په هېواد کې د ګازو لویې زېرمې شته، خو اوسمهال د هېواد د اړتیا وړ ګاز د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه راوارېدیږي.