ای ډي: 8371963
وروستۍ نېټه: د اپریل 12/ 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه اوپنځه دېرش ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه:د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-11 06:39
وروستی سمون: 2024-04-11 06:43
ویډیويي صحنې
چین ،شانګهای – د اپریل 11، 2024 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱- د بهرنیو پانګوالو شرکتونو لپاره د شانګهای د معیاري همغږۍ پلیټ فارم د پیل کولو بېلا بېلا مراسم
۲- په مراسمو کې بېلا بېلا ګډونکوونکي
۳- د بېلا بېلو پراګرامونو ښودلو سکرین
شانګهای، چین – وروستی (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۴- د دفتر بېلا بېلا کارکونکي، چې ورځنۍ چارې سمبالوي، د بهرنیو همکارانو سره د کنفرانس اړیکو په حال کې
۵- له هوا څخه د بندر بېلا بېلا صحنې
۶- له هوا څخه د ښار د بېلا بېلو برخو صحنې
بشپړ خبر
شانګهای د پنجشنبې په ورځ د بهرنيو پانګوالو شرکتونو د سوداګرۍ چاپيريال د ښه والي لپاره د چين د همغږۍ لومړی معياري پروګرام معرفي کړ.
دا پروګرام (پلیټ فارم)د صنعتي معیارونو، مقرراتو، او پالیسیو په اړه تازه او معتبر معلومات راټولوي او پانګوالو ته د اسانتیاوو خدمتونه وړاندې کوي، لکه د څو ژبو، معلوماتو، پوښتنو او د حکومت او شرکتونو ترمنځ منظمې اړیکې. د دې هدف په چین کې د بهرنیو پانګوالو سره د دوی په کارونو او پرمختګ کې مرسته کول دي.
د دې پروګرام (پلیټ فارم)پرانیستل د شانګهای لپاره د سوداګرۍ د چاپیریال د سمون او د لوړې کچې پرانیستې هڅولو په برخه کې یو بل ګام ګڼل کیږي.
تېر کال شانګهای د ٢٤ میليارده امريکايي ډالرو په ارزښت د بهرنۍ پانګې د کارولو ريکارډ ثبت کړ، چې د نړيوالو پانګونو لپاره يو ډېر غوره ځای پاتې شوی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې ، شانګهای ښار د څو ملي کمپنیو ۶۵ نوي سیمیز مرکزي دفترونو او ۳۰ اضافي بهرنۍ تمویل شوې څیړنې او د پراختیا مرکزونو ته ښه راغلاست ووایه ، چې ټول شمیر یې په ترتیب سره ۹۵۶ او ۵۶۱ ته رسیږي.








