ملګري ملتونه-ګوترېش/مصنوعي ځيرکتیا/غزه
ای ډي: ۸۳۷۱۱۳۶
نېټه: اپریل 5، 2024
موده: دوه دقیقې
سرچینه: (CCTV)، (UNifeed)
محدودیتونه: ویدیویي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-04-06 18:09
وروستی سمون: 2024-04-06 18:13
ویدیویي صحنې
فایل: نیویارک ښار، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، – د جون 29، 2023 CCTV – چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ -د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر ودانۍ
فایل: د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د جون 26، 2023 CGTN – چینايي وګړو لپاره نه ده
۲-د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه معلومه نه ده یونیفیډ – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۳- ترافیک؛ د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر ودانۍ
نیویارک ښار، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر – د اپریل 5، 2024 – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۴- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دریځ په لور روان دی
۵- غږ (انګلیسي) سر منشي انتونیو ګوتریش، ملګري ملتونه
له نیمایي څخه ډېر نفوس، له یو میلیون څخه ډېر خلک د لوږې سره مخ دي. نن په غزه کې ماشومان د خوړو او اوبو د نشتوالي له امله مري. دا د پوهېدو وړ او په بشپړه توګه د مخنیوي وړ ده. هېڅوک او څه د فلسطین د خلکو ډله ییزه وژنه نشي توجیه کولی.
دیر البلاح، د غزې تړانګه – د مارچ 13، 2024 یونیفیډ – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۶- بېلا بېل ماشومان، نور خلک خواړه ترلاسه کوي
نیویارک ښار،د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر – د اپریل 5، 2024 یونیفیډ – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۷- غږ (انګلیسي) انتونیو ګوتریش ، عمومي منشي، ملګري ملتونه:
ګوتریش وویل زه د هغو راپورونو له امله هم سخت اندېښمن یم چې د اسرائیلو د پوځ بمبارۍ کمپاین کې د هدفونو په پېژندلو کې د یوې وسیلې په توګه له مصنوعي ځيرکتیا (AI) څخه کار اخلي په ځانګړې توګه په ګڼ مېشته استوګنو سیمو کې، چې د لوړ ملکي تلفاتو لامل کېږي ټولې کورنۍ باید د الګوریتم سړې محاسبې ته واستول شي.
۸ – ګوترېش په دریځ باندې خبرې کوي
۹ – غږ (انګلیسي) عمومي منشي انتونیو ګوترېش، ملګري ملتونه
نوموړی همدا راز زیاته کړه، ما د څو کلونو راهیسې د مصنوعي ځيرکتیا (AI) د وسلو د خطرونو او د بشري ادارې د اړین رول کمولو په اړه خبرداری ورکړی دی. AI باید د نړۍ د ګټو لپاره د ښه ځواک په توګه وکارول شي، نه د لویو جګړو لپاره چې دا ستونزمن کوي چې پوه شي مسؤل څوک دي.
دیر البلاح، د غزې تړانګه – د مارچ 16، 2024 یونیفیډ – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۰- خلک په کنډوالو کې ګرځي
فایل: د غزې تړانګه – 2024 CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۱-په بازار کې بېلا بېل خلک؛ ویجاړې شوې ودانۍ او کنډوالې
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د جمعې په ورځ په نیویارک کې په یوه وینا کې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د شپږ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د غزې په بمباریو کې د اسرائیلي پوځ له خوا د مصنوعي ځيرکتیا کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
نن یکشنبه د یادې جګړې د شپږو میاشتو د پوره کېدو ورځ ده. ګوترېش د خپلې وینا په ترڅ کې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ په اړه د اسرائیلو رول یاد کړ.
ګوترېش وویل په غزه کې، له یو میلیون څخه ډېر خلک له لوږې سره مخ دي. نن په غزه کې ماشومان د خوړو او اوبو د نشتوالي له امله مري. دا د پوهېدو وړ او په بشپړه توګه د مخنیوي وړ مسئله ده. هېڅوک او څه د فلسطین د خلکو ډله ییزه وژنه نشي توجیه کولی.
نوموړي یادونه وکړه چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د مصنوعي ځيرکتیا (AI)کارولو راپورونو له امله ژور خواشینی شوی.
ګوترېش وویل زه د هغو راپورونو له امله هم سخت اندېښمن یم چې د اسرائیلو د پوځ بمباریو کې د هدفونو په پېژندلو کې د یوې وسیلې په توګه له مصنوعي ځيرکتیا (AI) څخه کار اخلي په ځانګړې توګه په ګڼ مېشته استوګنو سیمو کې، چې د لوړو ملکي تلفاتو لامل کېږي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، ما ډېر د مخه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د وسلو د خطرونو او د بشري ادارې د اړین رول کمولو په اړه خبرداری ورکړی و. غوره دا ده چې مصنوعي ځيرکتیا باید د نړۍ د ګټو لپاره د ښه ځواک په توګه وکارول شي، نه د لویو جګړو لپاره چې دا چاره لا ستونزمنه او غیر مسووله کوي.
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د غزې په تړانګه کې د حماس پر خلاف په پراخه پیمانه بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شول.
د جمعې تر ورځې پورې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۳۳۰۹۱ کسان وژل شوي او ۷۵۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.








