ایډي: 8370618
نېټه: د اپرېل 1-2، 2024
ځای: نور؛ د سوریې جمهوریت؛
موده: یوه دقیقه او ۳۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)، نور
خپور شوی: 2024-04-03 14:26
وروستی سمون: 2024-04-03 14:30
ویدیویي صحنې
فایل: د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه CCTV
د چیني وګړو لپاره نه دی
۱-د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
۲- د ملګرو ملتونو بیرغ
۳- د ملګرو ملتونو نښان
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د اپریل 2، 2024 (UNTV – یوازې د خبر هدف لپاره/نه آرشیف/نه د نورو تولید کارولو لپاره)
۴- د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې په چارو او د سوله ساتو عملیاتو په څانګه کې د منځني ختیځ، اسیا او ارام سمندر لپاره د عمومي منشي مرستیال محمد خالد خیري ویناوې
۵- غږ (انګلیسي) بیندجاما ، په ملګرو ملتونو کې د الجزایر دایمي استازی:
” دا څرګنده ده چې دا خطرناک عمل د ټولې سیمې د جګړې لوري ته بېول دي، چې د اسرائیلي اشغالګر ځواک لخوا د معافیت روحیه منعکسوي او ځان د نړیوالو قوانینو څخه پورته ګڼي.”
۶- غږ (انګلیسي) سیمویل زبوګر، په ملګرو ملتونو کې د سلووینیا استازی:
“موږ دا برید غندو. پر ډیپلوماټیکو تاسیساتو بریدونه د منلو او توجیه وړ نه دي.”
۷- په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا خبرې کوي
دمشق، سوریه – د اپریل 1، 2024 (CCTV – د چیني وګړو لپاره نه دی /اورینټ تلویزیون/Syria Alshaab TV/Zanoubia TV/Alhurra TV/ANN TV/الجزیره/العربیه تلویزیون)
۸-د ایران د سفارت په انګړ کې مختلفې ویجاړې شوې ودانۍ، عملیات، ځایي خلک
۹- د ودانۍ پر سر د ایران ملي بیرغ
۱۰- مختلفې ویجاړې شوې ودانۍ، کارکوونکي کار کوي
۱۱- لوحه “د ایران د سفارت قونسلګرۍ برخه”
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ باندې د اسرائیلو د برید په اړه بېړنۍ غونډه وکړه چې تر اوسه یې د شپږو سوریایي اتباعو په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي.
په داسې حال کې چې د اسرائيلو استازي په دې غونډه کې ګډون نه درلود، ډېرو هېوادونو د وضعيت د خرابېدو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې د چارو او د سوله ساتو عملیاتو په څانګه کې د منځني ختیځ، اسیا او ارام سمندر په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال محمد خالد خیري د برید غندنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې خواوې باید د نړیوالو قوانینو رعایت وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډېری غړو د شته وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په ګوته یې کړه چې دا د فلسطین او اسرائیلو د جګړې د پراخېدو یوه بله څرګنده نښه ده. ټولې خواوې باید د وضعیت د لا ترینګلتیا او پراخېدو د مخنیوي لپاره هر ډول هڅې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر دایمي استازي، بیندجاما وویل، “دا څرګنده ده چې دا خطرناک عمل د ټولې سیمې د جګړې لوري ته بېول دي، چې د اسرائیلي اشغالګر ځواک لخوا د معافیت روحیه منعکسوي او ځان د نړیوالو قوانینو څخه پورته ګڼي.”
په ملګرو ملتونو کې د سلوانیا استازي سامویل زبوګر وویل: “موږ دا برید غندو. پر ډیپلوماتیکو تاسیساتو بریدونه د منلو او توجیه وړ نه دي.”
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، روسیه د سوریې پر خپلواکې خاورې روان بریدونه په کلکه غندي او دا د سوریې له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ګڼي. روسیه په دې باور ده چې “د اسرائیلو دا ډول تېري د جګړې د لا زیاتولو لپاره طرحه شوي دي. دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده او باید ودرول شي”.
په ملګروملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دایمي استازي مرستیالې زهرا ارشادي وویل اسرائیل د سیمې د هېوادونو د بې ثباتۍ دوام، غیر مسوولانه او ظالمانه اقداماتو او هم د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته اصلي ګواښ دی.








