ایډي: 8370610
نېټه: د اپریل 2/1، 2024
ځای: نور
کټګورۍ: شخړې، جګړه او سوله
موده: یوه دقیقه او ۴۴ ثانیې
سرچینه: (CCTV)،(CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه دی
خپور شوی: 03-04-2024 04:22
وروستی سمون: 2024-04-03 07:56:31
ویدیویي صحنې
د غزې تړانګه – د اپرېل 1، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۱- مختلفې ویجاړې شوې ودانۍ، د روغتون په انګړ کې خلک
د غزې تړانګه – وروستی، CGTN، د چینایي وګړو لپاره نه دی
۲- مختلفې ویجاړې شوې ودانۍ، اوسېدونکي
د رفح ښار، د غزې تړانګه – وروستی CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۳- د مختلفې کېږدۍ، بې ځایه شوي خلک
د غزې تړانګه – د مارچ 15، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۴- بېلابېل بې ځایه شوي اوسېدونکي د خوړو د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ دي
د غزې تړانګه – وروستی CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۵- د کنډواله شوي بازار کې خلک خوراکي توکي اخلي
فایل: خان یونس، د غزې تړانګه – د نومبر 22، 2023 CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۶-مختلف کارګران له لارۍ څخه د اوړو بوجۍ باروي
فایل: د غزې تړانګه – د فبروري 16، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۷- د بې ځایه شویو خلکو لپاره د تازه اوبو د لېږد بېلابېلې لارۍ
۸- بېلابېل خلک او له اوبو ډک بوتلونه
بشپړ خبر
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې کچه له ۳۲۹۰۰ څخه اوښتې ده.
د دغه وزارت له خوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ ۷۱ فلسطینیان وژلي او ۱۰۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ نېټه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې، د وژل شویو شمېر ۳۲۹۱۶ او د ټپیانو ۷۵۴۹۴ ته رسېږي.
اسرائیلو د سه شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د شپې په یوه هوايي برید کې د خوراکي توکو د یوې نړیوالې خیریه موسسې د اوو تنو کارکونکو د وژل کېدو مسولیت په غاړه واخیست.
د ورلډ سنټرال کېچن په یوه کاروان، چې په واشنګټن کې یوه غیر انتفاعي موسسه ده د غزې جګړې ځپلو ته یې د خوراکي توکو مرستې اکمال کولې، چې د دوشنبې په ورځ برید پرې وشو او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ومنله چې دا یو “غیر ارادي برید” و. چې “په غزه کې یې بې ګناه کسان په نښه کړل.”
د یادې موسسې د خبر له مخې، د دوی اووه وژل شوي کارکوونکي د فلسطین، اسټرالیا، پولنډ، برېټانیې او یو یې د کاناډا او متحده ایالاتو دوه ګونی تابعیت لرونکي و.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي چې دا برید په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي ویلي، چې په وارسا کې یې د اسرائیلو له سفیر څخه وضاحت غوښتی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاندې اډرین واټسن ویلي، هغې له اسرائیلي لوري غوښتي چې پر مرستندویه کارکوونکو د برید په اړه پلټنې پیل کړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي ویلي، د دې برید د خبر په اورېدو سره یې “غمجنه” کړې او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.








