د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې یې د کوڅو جوړولو ۳ پروژې بشپړې کړې دي. د مالوماتو له مخې د ۱۳مې ناحیې په ۴۰م، ۴۱م او ۴۷م ګذرونو کې د ۸۸۰ مترو په اوږدوالي او ۴مترو سور سره کوڅه؛ په ۴۱م ګذر کې د ۹۳۷ مترو په اوږدوالي او د ۴ او ۵ مترو په سور سره کوڅه، او په ۴۸م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې ۷۷۵ متره اوږدوالی او ۴متره سور لري، د لښتیو په ګډون د ۲۵.۴ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړې شوې دي. د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ په ښار کې لسګونه دې ته ورته لویې او وړې پروژې پلې کړې دي.








