د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ د کمولو په موخه یې پر څه باندې ۶ میلیونو ښځو او ماشومانو خوراکي توکي وېشلي دي. دې سازمان په خپله اېکس پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دا مرستې د «CBPFs»په ملاتړ ویشل شوې دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې په افغانستان کې یې څه باندې ۴ میلیونه ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ ځانګړي مواد وېشلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د خوارځواکۍ د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی دی.








