د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له ازبیکستانه د افغانستان وارداتي برېښنا به په هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کموالی پيدا کړي. په دې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کابل، خلم او خنجان د سبسټېشنونو سربېره د دغې ستونزې په لړ کې به د سمنګان، پروان، کاپيسا، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شي. افغانستان چې ډیری برخه برېښنا نه یې وارداتي ده، ډیری وخت د پلازمېنې کابل په شمول نور ګن ولایتونه هم د برېښنا له پرچاوی سره مخ وي، خو د ژمي پر مهال بیا دا ستونزه تر نورو وختونو زیاته وي.








