د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له روسي پانګه وال سره کتلي. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، روسي پانګه وال د خپل شرکت د تجربې او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، شرکت يې له ۱۲۰ کلونو راپدېخوا په ایران، عراق، سوريې او تاجکستان کې فعالیت لري او د پرمختللو وسایلو په درلودو سره چمتو دی په افغانستان کې هم کار وکړي. هغه، دغه راز له ګازو او کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید خبره کړې او د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې یې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د برېښنا د تولید او د نفتو او ګازو په برخه کې، د پانګونې په خاطر د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او د ټولو بهرنیو پانګه والو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي دي.








