د میدانوردګ ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر ۴۴۷۱ بېوزله کورنیو مرستې وېشل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، چې هرې بېوزله کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې دي. د مسوولینو په خبره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري به په نږدې ورځو کې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله او اړمنو کورنیو دې ته ورته د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې ووېشل شي. یو شمېر اړمنو کورنیو د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې او همدا راز یې د ورته نورو مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.








