د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې جګړو، وچکالۍ، د خوراکي توکو لوړې بیې او پاکو اوبو ته نه لاسرسي په افغانستان کې خوارځواکي زیاته کړې ده. دغه پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه د اوچا له تمویل کوونکو او فرانسې څخه مننه کړې، چې له خوړو نړۍوال پروګرام سره یې نږدې شپږ مېلیونه مېرمنو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د ځانګړو تغذیه شويو خوړو د ترلاسه کولو په برخه کې همکاري کړې ده. تر دې وړاندې اوچا راپور ورکړی و، چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر وګړي شاوخوا ۲۳.۷ مېلیونه خلک به په ۲۰۲۴کال کې یو ډول بشري مرستو ته اړتیا ولري. اوچا په پام کې لري، چې په ۲۰۲۴ کال کې د هغو کسانو له ډلې ۱۷.۳ مېلیونه نجونو، هلکانو، مېرمنو او نارینهوو ته چې تر ټولو ډېر زیان منونکي او معلولیت لرونکي دي مرسته وکړي.








