په کابل ښار کې یو کس په خپل شخصي لګښت داسې یو موزیم جوړ کړی، چې د څه باندې یوې پیړۍ پخواني بېلابېل توکي یې پکې نندارې ته وړاندې کړي دي. د یاد موزیم مسوول وایي چې دوی کابو شل کال پخوا د ځینو توکو په راټولو او اخیستلو پیل کړی و او لا یې هم د تاریخي توکو د راټولو لړۍ روانه ساتلې ده.