د کندهار احمدشاه بابا هوایي ډګر مسوولین وایي، چې له یاد هوایي ډګر څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د مسوولینو په خبره په یوه اونۍ کې په اوسط ډول ۳۷ داخلي او بهرني پروازونه ترسره کېږي، چې له یادو پروازونو څخه یې ۲۷ داخلي او لس بهرنیو هېوادونو ته ترسره کېږي. د کندهار هوايي ډګر رییس وايي، چې د مسافرینو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او زیات شمې کسان غواړي، چې د هېواد دننه او یا هم بهر هېوادونو ته سفر وکړي. نوموړي ویلي، چې بهرني پروزاونه یې دوبۍ، ایران، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته دي، چې په نږدې راتلونکي کې هند ته هم له دغه هوايي ډګره الوتنې پيل شي.








