د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اوبو د برېښنا یوه شبکه فعاله شوه. د برېښنا یاده شبکه چې د ۱۳۵ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، د یو سوداګر لخوا د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي چې له کلونو راهیسې، د برېښنا له نشتوالي سره مخ دي، د دغې شبکې په فعالېدو خوښ دي، خو وايي، چې دا بسنه نه کوي او سرپرست حکومت باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي. د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د برېښنا یاده شبکه په داسې حال کې په فعالیت پيل کوي، چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لویه برخه له کلونو راهیسې له برېښنا څخه بې برخې پاتې ده.








