په کابل کې د آسیا نور فارما د درملو تولیدي فابریکه نن په معياري ډول په فعاليت پيل وکړ. د دغې فابريکې پر لومړي فاز د څلور ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده او ټاکل شوې دا پانګونه ۱۰ ميليونه ډالرو ته ورسېږي. په دې فابريکه کې ۶۸ ډول ډول درمل توليد او بسته بندي کېږی.








