د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو او عامو خلکو غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د اوبو مهارول د سرپرست حکومت د کارونو له لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي په دې برخه کې د ځینو ګاونډیو هېوادونو اندېښنې بې ځایه بللې دي. نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د هېواد په شمال کې د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې په ګړندۍ توګه روانې دي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دغه راز له بهر مېشتو افغانانو څخه غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او د خپل ټاټوبي په ابادۍ کې د خپلو نورو ورونو ملاتړ وکړي.








