د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی. حامد کرزي په دې لیدنه کې نجونو ته د زدهکړو د زمینې برابرېدل او کار ته د ښځو بېرته ستنېدل، د افغانستان په پرمختګ کې حیاتي بللي او په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او همدارنګه د تلپاتې سولې او ټیګاو د ټینګښت په برخه کې د اوغلو له هڅو ستاینه کړې ده.








