اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په نیت ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ، ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا پیسې ورکړي چې په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د ابتدایي ښوونځيو د نږدې دوه میلیونه زده کوونکو ملاتړ وکړي. د اروپایي ټولنې د بیان له مخې، د دې مرستې پر مټ به د خوړو نړیوال پروګرام د نږدې ۹۰۰ زره هلکانو او څه باندې اته لکه پنځوس زره نجونو لپاره د دوو کلونو په مخه یو وخت صحي خواړه چمتو کړي.








