د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې پرون د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۱۰۴ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په تورخم کې د سرحدي امریت په حواله لیکلي، ۴۵۸ کورنۍ چې ۲۵۸۷ تنه کیږي د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي. او همدارنګه ۲۴۶ کورنۍ چې ۱۵۱۷ تنه کیږي، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته را ستانه شوې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې ډیری دغه کډوال د پاکستان حکومت له لوري په اجباري ډول ایستل شوي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو شمېر کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.








