په افغانستان کې د جاپان سفارت په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله اوښتو زیانونو ته د رسېدو په موخه د ۴.۴۶ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ. د دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د جاپان حکومت پرېکړه کړې چې د وروستیو زلزلو له امله د اوښتو زیانونو په ځواب کې د خوراکي، روغتیا او نورو اړتیاوو په برخه کې د نړیوالو موسسو له لارې د ۳ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې وکړي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پر دې سربېره دغه حکومت هوډ لري چې د جاپان د رسمي پراختيايي مرستو په توګه د جاپان د اړوندو موسسو له لارې ۱.۴۶ ميليونه ډالره مرسته هم وکړي.








