د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې ۱۵مېلیونه تنه د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي. د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسې شاوی لي ویلي، چې د بودجې د کموالي له امله، خپلې مرستې یې لس مېلیون تنو ته کمې کړې دي او دمګړۍ یوازې له درې مېلیونه تنو سره مرستې کوي. شاوی لي زیاتوي، چې د بشري مرستې زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو ډېرېدل د افغانستان د اقتصادي ودې لاملونه دي. نوموړې ټينګار کوي، چې پخوا یې په افغانستان کې له ۱۳ مېلیونه تنو سره مرستې کولې او اوس له درې مېلیون تنو سره مرسته کوي. هغې دغه راز ویلي، چې افغانانو ته د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې هم مرستې کوي. شاوی لي ټينګار کړی، چې دا هوډ نهلري چې افغانستان پرېږدي، خو د بودجې له سخت کموالي سره مخ دي او په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره اوسمهال ۴۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.








