د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د هرات وروستیو زلزلو دوی نور هم نړیوالو مالي مرستو ته اړ کړي دي. د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې وروستیو زلزلو هغه کلي زيانمن کړي چې خلک يې له پخوا بېړنیو مرستو ته اړتیا درلوده. د دغه پروګرام د چارواکو په خبره په افغانستان کې د اقتصادي بحران او راتلونکي ژمي سره د مقابلې لپاره پیسو ته اړتیا وه او دې زلزلې د دوی ننګونې لا پسې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو د دې مرستندویه موسسې د عامه اړیکو مسوول فلیپي کروپف پرون ویلي چې د افغانستان په دغو سیمو کې د زلزلو وروستیو لویو ټکانونو او په پایله کې یې رامنځته شوې ورانۍ او مرګژوبلې دوی له خپلو نړیوالو مرستندویانو د لا زیاتو مرستو غوښتو ته اړ کړي. هغه زیاته کړه، په ټوله کې د افغانستان څه باندې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو له ډلې یې میلیونونه خلک بیا داسې هم دي چې د لوږې سره یو ګام واټن لري او د یو څاښت ډوډۍ په سختۍ پیدا کوي.








