د اوبو او برېښنا وزارت نن او سبا په پنجشیر، کونړ، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، کابل، بدخشان، تخار، مزار شریف، کندوز، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت له هغو هېوادوالو څخه، چې د سیندونو پر غاړو کې استوګن دي غوښتي، چې د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو له مالي او ځاني زیانونو څخه مخنیوی وشي.








