د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک ویلي چې په هرات کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ارزونکې او روغتیايي ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوې دي. دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان ډلو له زیانمنو سره نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې کړې دي. له دې سره هممهاله، د ترکیې، ایران، پاکستان، چین، جرمني، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، سره صلیب، سینګاپور او ځينو نورو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د هرات له زلزلهځپلو سره د خواخوږۍ په موخه د نغدو پيسو، خوراکي توکو، سرپناه او روغتیا په برخو کې مرستې کړي دي. بلخوا، د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې، د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیال او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې د هرات له زلزلهځپلو سره مرسته وکړي.








