د عامې روغتيا سرپرست وزیر د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه پرمهال ویلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روغتیايي مرکزونه جوړ کړي. نوموړي ویلي، چې دمګړۍ د هرات په روغتونونو کې د زلزلې ډېرى ټپيان تر درملنې لاندې دي او هم روغتیايي ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې موجود دي او د ټپیانو درملنه کوي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل، چې د روغتیا وزارت د ټیم ترڅنګ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو موسسو ټيمونه هم د خلکو په درملنه کې مرسته کړې او دا مرستې لا هم روانې دي. نوموړی زیاتوي، چې د بېلابېلو روغتیايي ټیمونو شتون د مرګ ژوبلې مخه نیولې ده.








