پاکستاني چارواکو ویلي چې له دغه هېواده د افغانانو په ګډون د ټولو ناقانونه کډوالو د ايستلو پرېکړه حتمي ده او دواړه هېوادونه باید ورته په ګډه چمتووالی وکړي. د پاکستان سرپرست حکومت دغه هېواد کې د مېشتو بې اسناده افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته ویلي چې د روانې اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه ووځي. اسلام اباد ګواښ کړی چې تر دې نېټې وروسته پاتې ناقانونه کډوال به په زور باسي او کارونه او جایدادونه به یې هم مصادره کېږي. د پاکستان د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي څو ورځې مخکې ویلي وو چې د اکتوبر له لسمې به افغانستان ته تګ راتګ په شناختي کارډونو او برېښنایي تذکرو ممکن وي، خو د نومبر له پنځمې وروسته به چا ته له پاسپورت او ویزې پرته پاکستان ته د ورتګ اجازه ورنکړي.








