د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات پر زلزلې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ له ملي او نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې زلزله ځپلو سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. ښاغلي کرزي ویلي، له بده مرغه چې په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د ابتدایي معلوماتو پر بنسټ لوی ځاني او مالي تلفات پېښ شوي دي. هغه د ملګرو ملتونو له سازمان، ملي او بین المللي خیریه او مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو څخه هیله کړې چې زلزله ځپلو سیمو ته د دې پېښې د قربانیانو لپاره بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي. د هرات د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې د زلزلې له امله تر اوسه ۲۴۴۵ تنه مړه او ۲۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.








