د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته وکړه. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې له هغو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او له افغان سوداګرو سره ښه چلند کوي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همدارنګه وویل چې د یوه هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی او په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی. نوموړي په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. نوموړي یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې متقابلو ښو اړیکو ته ژمن پاتې شي او هلته له مېشتو افغان کډوالو سره له زور زیاتي څخه لاس واخلي.








