د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د پولیسو اکادمۍ د څوارلسم پړاو په جوړو شویو مراسمو کې افغان کډوالو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه طالمانه ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې د کډوالو جبري شړل وحشت او بربریت دی. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام سکتوري وزارتونو ته ډاډ ورکړی، چې دفاع وزارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی او د خپلو پلانونو په پلي کولو کې دې ډاډمن ګامونه پورته کړي.








